ایکنانیوز له عراقه راپور راکړی،دا کورسونه به د فقهي، عقیدتي او اخلاقي درسونو سره یوځای وي او له ۶ څخه تر ۱۵ کلونو پورې د ابتدائي او مینځنيو ښوونځیو د نجونو او هلکانو لپاره دي.د عراق د قران علومو مرکز د «ثقلین» تالار یا ستر هال د دغو کورسونو د ترسره کولو ځای اعلان شوی، او دا پروګرام به د ۲۰۲۵ کال د مئ میاشتې له ۲۵ (د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۴ ) پیل او درې میاشتې به دوام وکړي.
د دغو کورسونو فعالیتونه به هره ورځ د سهار له ۱۰ بجو څخه تر ۱۲ بجو پورې ترسره کیږي،چې یکشنبه، سه شنبه او پنجشنبه د نجونو او دوشنبه او چهارشنبه د هلکانو لپاره ټاکل شوي دي. د قراني فعالیتونو د څانګې استادان،د قران حفظ مرکز او د قراني علومومرکز د ښځینه قاریانو او حافظانو څانګه به پر دې کورسونو نظارت کوي، او د قران د اجزاو او سورو حفظ او د تلاوت احکام به د دې کورسونو له پروګرامونو څخه وي.
د عراق د قراني علومو ملي مرکز ،له عراقي وګړو وغوښتل چې د خپلو ماشومانو د نوملیکنې لپاره د فلسطین سړک ته نږدې د ترکمني الاخا کلب سره نږدې دې د مرکز ودانۍ ته مراجعه وکړي یا د کاري ورځو په اوږدو کې له دې له «۰۷۷۰۹۲۲۱۹۱۳» او «۰۷۷۱۰۱۴۱۰۱۲» شمېرو سره اړیکه ونیسي.
https://iqna.ir/fa/news/4281418